
د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۲ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو.
د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له جملې یې د ۲۵پروژو قراردادونه منظور او د دوه هغو بیا لغوه شول.
منظور شوې پروژې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، مالیې، لوړو زده کړو، اوبو او انرژۍ او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۷ میلیارده افغانیو ته رسېږي.
په یادو منظور شوو پروژو کې د پاشدان، شاه و عروس او کمال خان بندونو د پاتې چارو بشپړېدل، په کندهار، بلخ او بادغېس ولایتونو کې خلکو ته د څښاک اوبو رسول، په مختلفو ولایتونو کې هېوادوالو ته د هغوی د اړتیا وړ برېښنا چمتو کېدل، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي،چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.



