وینا باید څنګه وشي؟

وینا باید سنګه وشي؟

ابراهیم عمر

ډیره اړتیا وینم دیته بیا په پښتو کی ډیر کم دی داسي معلومات.

جوړښت

 هره وینا دری برخي لری.

الف: پیل. ب: متن یا بدنه. ج: اختتام

الف. پیل

* په پیل کی باید لاندی اصول ادا شي.

١. حمد و درود

٢. سلام کول(جمعی او فردی مجلس ته په کتو)

٣. مننه کول( هغوی نه چی د وینا فرصت یی درکړ)

٤. ابتکار (د موضوع اړوند شعر، قیصه، نقل قول او یا داسی کلیمات چی اوریدونکی توجو ځان ته جلب کړی)

٥. مقدمه (دلته موضوع ته اشاره کول او هغه څه ته اشاره کول چي ته یی متن یا بدنه کی وایی د بيلګی په ډول “زه غواړم په دری برخو کی وغږیږم…”)

ب: متن یا بدنه

* په متن یا بدنه کی باید لاندی اصول مراعات شي.

١. بخش بندی کول(همغه چی په مقدمه کی دی وویل چی په دی برخو باندی خبری کوم راسا تشریح کول)

٢. د کره مغز فعالول (یعنی موضوع په داسی ډول بیانول چی اوریدونکی ویده نشی درته یعنی عملی مثال ورکول چی د هغوی په ذهن کی تصویر جوړ شي)

٣. د توجو لپاره تکتیکونه( سوال کول، اشعار، نقل قول، قیصه یا ټوکه کول (ادبی) او جمله په ګډه تکرارول )

٤. اتصلات( یعنی د موضوع یوی برخی نه بلی برخی ته تلل د بیلګې په ډول ( غواړم دویمی موضوع ته راشم یا اولی برخی ته په اشاره چی صرف دا کافی نه ده بلکی…. دویمی برخه نوم..)موضوع ته په کتو سره)

ج: اختتام

* په اختتام کی باید لاندی اصول عملی شي.

١. پایله وړاندی کول (د موضوع نتیجه بیانول چی نتیجه داشوه….)

٢. خلک نه پیشنهاد کول ( یعنی که دغه لار غوره کړو نو … موضوع ته په کتو.)

٣. د توجو نه مننه کول.

٤. د خپل خبرو نه دفاع کول( یعنی دا ویل، که کوم سوال، انتقاد او پیشنهاد لري)

٥. حسن اختتام (و السلام، و من الله التوفيق…)

نوټ: هر چیری چی لاړشی همدا اصول دی د وینا اوس پاتی شوه د موضوع جوړول مخکی له وینا په هغی که زه هم کمزوری یم.

Related Articles

Back to top button