ليکنه: قاري نوراني
پوښتنه دا را ولاړیږي چې د دجال څخه مخڪې جنګونو ڪې به ټول ڪفري ځواڪونو په بشپړه ماتې خوړلو سره به اسرائيل د ځمڪې له مخې ختم شي او ڪنه؟
تر ڪوم حده پورې چې ددې پوښتنې په اړه د احاديثو له مخې راښڪاري دښمن به په سیمه ڪې له بشپړې ماتې سره مخامخ وي.
محمدﷺ فرمايلي ديد: مهدي عليه السلام د خلافت په زمانه ڪې به پوره ډاډمن امن او سوله وي دا خبره هلته جوتیږي چې په سیمه ڪې به دښمن نه وي او يا به يې مورال ڪمزوری وي د فتح مسجدالقصی، د فتح قسطنطنیه او فتح روم له احاديثو دا خبره نوره هم تائید وړ ده چې په دې سیمه ڪې به موجود دښمن ماتې خوړلي وي پاتې شوه دا خبره چې اسرائیل به په دې سېمه ڪې پاتې وي او ڪنه؟
ڪه فڪر وڪړو چې ټول ڪفري ځواڪونه له ماتې سره مخامخ شي نو له دې سره به اسرائیل هم له منځه لاړ شي.
ځڪه د مسیح الدجال په اړه داسې روایت هم شته چې دی به په څه خبره غصه شي! او را و به وځي، حضرت حفصهؓ فرمايي:
مُحَمَّد ﷺ وفرمايل:د جال به په یوه خبره غصه شي او را وبه وځي، ممڪن ده چې ددې خبرې څخه هم دا په لاس راځي، چې دجال به د ڪفري ځواڪونو ماتې وویني، دې خبرې سره به په غصه شي او د ڪفري ځواڪونو مرستې ته به را ودانګي او سره یو ځای به یې ڪړي.
《مسند احمد – ۶ ټوڪ، ۲۸۳ ص》
همداسې په ادامه…
د اسرائیلو آبادي… په حقیقت ڪې د بربادي پیل!
د قرآن ڪریم په《سورة الاسراء》ڪې په ډیر ښڪلي ډول ویلي دي، چې بني اسرائیل/یهودیان به دوه ځله پر ځمڪه تسلط او فساد ڪوي او هر ځل به د خدایﷻ د بندګانو لخوا په عذاب اخته او ذلیله ڪیږي. د دوي په اولنۍ ڪیسه ټول مسلمانان پوهیږي چې دوي څنګه له بیت المقدس/مسجد الاقصی څخه د ۲ زره ڪالو لپاره وشړل سوه. او دا دی نن ګورو چې دوی یو ځل بیا بیت المقدس ونیوه، فساد یې پیل ڪړ او د ظلم په لټه ڪې شول. په دې وروستيو ڪې د اسرائيلو ظلم او فساد خپل اوج ته رسېدلې. اوس د اللهﷻ له وعدې سره سم يو ځل بيا د اللهﷻ په عذاب اخته، ذلیله او نیست نابود شي. او مسلمانان به یو ځل بیا مسجد اقصى ته ننوځي.
ځڪه چې دا د الله تعالی وعده ده.
قران: 《سورة الإسراء》
آیت: ۴
وَقَضَيۡنَآ إِلَىٰ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ فِي ٱلۡكِتَٰبِ لَتُفۡسِدُنَّ فِي ٱلۡأَرۡضِ مَرَّتَيۡنِ وَلَتَعۡلُنَّ عُلُوّٗا كَبِيرٗا.
#ژباړه: موږ بني اسرائیلو ته په ڪتاب(تورات) ڪې دا قطعي خبردارى ورڪړى و چې تاسو به خامخا، هرومرو په ځمڪه ڪې دوه ځلې فساد ڪوئ او خامخا، هرومرو به تاسو سرڪشي ڪوئ، ډېره لویه سرڪشي.
آیت: ۵
فَإِذَا جَآءَ وَعۡدُ أُولَاهُمَا بَعَثۡنَا عَلَيۡكُمۡ عِبَادٗا لَّنَآ أُوْلِي بَأۡسٖ شَدِيدٖ فَجَاسُواْ خِلَٰلَ ٱلدِّيَارِۚ وَكَانَ وَعۡدٗا مَّفۡعُولٗا.
ژباړه: نو ڪله چې په هغو دواړو ڪې د اول ځلې وعده راغله نو موږ پر تاسو باندې خپل داسې بنده ګان مسلط ڪړل چې ډېر سخت جنګي خلګ وه، نو هغوي د ښارونو په مینځ ڪې ښه وګرځېدل او هو دا یوه وعده چې پوره ڪولى شوه.
آیت: ۶
ثُمَّ رَدَدۡنَا لَكُمُ ٱلۡكَرَّةَ عَلَيۡهِمۡ وَأَمۡدَدۡنَٰكُم بِأَمۡوَٰلٖ وَبَنِينَ وَجَعَلۡنَٰكُمۡ أَكۡثَرَ نَفِيرًا.
#ژباړه: بیا موږ بېرته تاسو ته پر هغوي باندې غلبه در وګرځوله او ستاسو مرسته مو وڪړ په مالونو، زامنو سره او تاسو مو د ملاتړ او افرادو په لحاظ بېخي زیات ڪړئ.
آیت: ۷
إِنۡ أَحۡسَنتُمۡ أَحۡسَنتُمۡ لِأَنفُسِكُمۡۖ وَإِنۡ أَسَأۡتُمۡ فَلَهَاۚ فَإِذَا جَآءَ وَعۡدُ ٱلۡأٓخِرَةِ لِيَسُـُٔواْ وُجُوهَكُمۡ وَلِيَدۡخُلُواْ ٱلۡمَسۡجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٖ وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوۡاْ تَتۡبِيرًا.
ژباړه: ڪه تاسو نېڪي وڪړئ نو د خپلو ځانونو لپاره به نېڪي وڪړئ او ڪه چېرې تاسو بدي/بد وڪړئ، نو د همدغو (نفسونو) لپاره ده، نو ڪله چې د اخري ځل وعده راغله؛ نو موږ پر تاسو باندې نور بنده ګان مُسلط ڪړل، د دې لپاره چې (په وهلو وهلو) ستاسو مخونه وران/ويجاړه ڪړي او د دې لپاره چې (اقصی) جومات ته داخل سي لڪه څنګه چې اول ځلې داخل سوي وه، او د دې لپاره چې هلاڪ او تباه ڪړي هر هغه شى چې دوي ورباندې غالب سي، هلاڪول.
آیت: ۸
عَسَىٰ رَبُّكُمۡ أَن يَرۡحَمَكُمۡۚ وَإِنۡ عُدتُّمۡ عُدۡنَاۚ وَجَعَلۡنَا جَهَنَّمَ لِلۡكَٰفِرِينَ حَصِيرًا.
ژباړه: امېد دى چې ستاسو رب به پر تاسو رحم وڪړي او ڪه تاسو بېرته وګرځېدئ (سرڪشۍ ته، نو) موږ به هم راوګرځو (عذاب درڪولو ته)، او موږ جهنم د ڪافرانو لپاره زندان ګرځولى دى.


















