د فلسطین په ملاتړ یو ټویټ ته د لایک په ورکولو له امله بي بي سي د خپلو د شپږو همکارانو دندې ځنډولي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۲ل)

د مهرداد فرهمند په نوم د بي بي سي عربي څانګې یوې کارکوونکې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې بي بي سي د فلسطین د ملاتړ په تور د خپلو شپږو کارمندانو دندې ځنډولي دي.
د ده په خبره دغو کارکوونکو د فلسطین په حمایت شوي ټویټونو ته فقد یو لایک ورکړی و.
نوموړې ویلي، یادو کارکوونکو له درې کلونو څخه نیولې تر نږدې لس کلونو پورې په بي بي سي عربي څانګې کې دندې ترسره کړې وې.
د روانو چارو څارونکو پر نړیوالو څارونکو او رسنیو نیوکو ته زور ورکړی، چې د غزې پر ظلمونو یې ځانونه غلي کړي دي.
د فلسطین پر غزې د اسراییلي ځواکونو درنې بمبارۍ تر اوسه زرګونه کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې او بې سارې ودانۍ یې د بمباردونو له امله نړېدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button