عبدالحی قانت
“اسرائیلو سره زمونږ انډیوالي یواځې اخلاقي دنده نه بلکې ستراتیژیک تړون دی. په منځني ختیځ کې مستقل، باثباته او په رسمیت پېژندل شوی اسرائیل د امریکا ستراتیژیکې ګټې ساتي. زه همېش دا خبره کوم چې که په منځني ختیځ کې اسرائیل نه وای، مونږ باید د خپلو ګټو ساتلو لپاره نوی اسرائیل جوړ کړای وای.”
پورته خبرې بایډن په ۲۰۱۳م کې هغه مهال کړې وې چې د امریکا معاون رئیس جمهور ؤ.
له کومې ورځې چې د حماس نظامي څانګې د غزې له تړانګې د فلسطین په اشغال شوې ځمکه پرتو اسرائیلو حمله کړې، امریکایانو ته ناسته خوند نه ورکوي، د امریکا په سیاسي لیکو کې افرا تفري ده، د بایډن اداره دومره وارخطا ده چې په لومړۍ هفته کې یې تقریبا هره ورځ د نتن یاهو تیلیفوني احوال اخېستی، د امنیت مشاور ته یې اسرائیلو سره د هر راز کومک حکم کړی، د بهرنیو چارو وزیر یې د منځني ختیځ د سېمه ایزو لوبغاړو دروازې ټکوي، دفاع وزیر یې تلابیب ته د خپلې نظامي ژمنې تازه کولو لپاره په سفر لېږلی، د کانګرس غړي، رسنۍ، شرکتونه، برقي، چاپي او ټولنیزې رسنۍ ټولې په یو غږ د اسرائیلو ملاتړ ته رادانګلي. د امریکا په سیاست کې د اسرائيلو بسپنه او ملاتړ ولې دومره مشهور او مهم دی؟
» ۱۹مې پيړۍ کې چې کله د صهیونستانو نړیوال بنسټ د منځني ختیځ په منځ کې یهودو لپاره د آزاد هیواد غوښتنه پیل کړه، بریتانیا یې کلک ملاتړ کاوه. دا ملاتړ بیا د بلفور په اعلامیه هم څرګند شو. آلمانانو د بریتانویانو مخالف د یهودانو د نسل د ختمولو پلان درلود، د دوی تیوري دا وه تر څو یهود په دنیا کې وجود لري، امن او ثبات نا ممکن دی. دا هغه وخت ؤ چې امریکا په نړیوال سیاست کې ډېره فعاله نه وه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې کله امریکا د بهرني سیاست میدان ته راووتله، د اسرائیلو د جوړېدلو ملاتړ یې وکړ چې بیا یې په ۱۹۴۸م کې د نکبې په نتیجه کې د اسرائیلو بنیاد کېښودل شو. امریکا له اسرائیلو سره له هماغې لومړۍ ورځې نږدې اړیکې پالي.
امریکا ولې د اسرائیلو داسې ټینګه بسپنه کوي؟
» په تېره سړه جګړه کې د عربو ځینې هیوادونه له شوروي سره دوستان ؤ، امریکا دا مهمه وګڼله چې د دوی په مقابل کې یو ستراتیژیک دوست پیدا کړي. اسرائیل د مذهب، فکر او آیډيالوژۍ له لحاظه امریکا ته ډېر مناسب انتخاب ؤ چې له هماغې وخته ترې استفاده کوي.
» د امریکا ۵ میلیونه یهودان چې د امریکا په اقتصاد، پرمختګ او علمي لاسته راوړنو کې له پامه نه شي غورځېدلای، د اسرائيلو کلک ملاتړي دي. دوی چې د امریکا د اسرائيلو د عامه چارو د کمیټې AIPAC تر چتر لاندې راټول دي، اسرائیلو ته لابي کوي او د امریکا بهرني سیاست د پېسو او ځواک پر کټ داسې مسیر ورکوي چې د اسرائیلو په ګټه وي. د AIPAC غړي د امریکا د لویو تجارتونو، سرمایه ګزاریو او شرکتونو مالکان دي چې له ملاتړ پرته یې د امریکا یو ګوند هم نشي کولای انتخابات وګټي او یا هم د امریکا نظام مدیریت کړي.
» د امریکا یهود چې په سیاسي لحاظ هم مؤثر خلک دي، توانېدلي چې د امریکا په کانګرس او دواړو سیاسي حزبونو کې هم له خپلو خلکو کار واخلي. د یوې سروی له مخې دا مهال په کانګرس کې ۳۴ غړي د امریکا یهودان او د اسرائیلو کلک ملاتړي دي. دا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکېن په خپل لومړي سفر تلابیب کې وویل چې زه نن د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حیث نه بلکې د یوه یهودي په حیث د اسرائیلو ملاتړ ته راغلی یم، د دې خبرې له ټولو لوی ثبوت دی. دبایډن، بلینکین، دفاع وزیر، امنیت مشاور او د کانګرس د غړو له څرګندونو په ډاګه کېږي چې AIPAC په امریکا کې څومره قوي ځواک دی.
» د یهودو بنسټونو، او انجیل پروره عیسویانو مذهبي شتون د امریکا په ټولنه کې له پامه نه شي غورځېدلای. دوی د اسرائيلو کلک ملاتړي دي او انتخاباتو کې د هغو کاندیدانو ملاتړ کوي چې اسرائيلو سره د ښو اړیکو ژمنه وکړي. مانا دا چې د اسرائیلو د ملاتړ اقدام په امریکا کې د رایې لاسته راوړلو ځواکمنه لاره ده چې په ډیموکراسۍ کې هېڅ رهبر نه غواړي له لاسه ورکړي.
دا چې اوس حماس د خپلې اشغال شوې ځمکې لپاره د یهودو په نظامیانو حمله وکړه، اسرائیل او امریکا دواړو ته لوی درد سر جوړ دی. اسرائیل غواړي چې له فرصته په استفاده پر غزې ځمکني عملیات وکړي.
د بلینکېن د شټل ډپلوماسۍ اهداف
دا چې بلینکین له اولې ورځې د منځني ختیځ په هیوادونو ګرځي دوه اهداف لري:
» بلېنکېن غواړي چې د اسرائیلو د یاد پلان لپاره په سیمه کې د هیوادونو ذهنیت مطالعه کړي. بلېنکېن د منځني ختیځ له هیوادونو دا هم غوښتي چې دوی د غزې ۲.۲ میلیونه خلک مهاجر ومني تر څو اسرائیل وتوانېږي حماس سره جګړه وکړي او د اسرائيلو مخ ته دا پروت خنډ تل لپاره له منځه یوسي.
» دویم هدف دا دی چې د حماس او اسرائيلو جګړه په سیمه ایزې جګړې بدله نه شي. د دې نهايي کوشش دا دی چې لږ تر لږه د سیمې له ټولو هیوادونو د حماس پر ضد اعلامیې واخلي او ایران ته ددې وخت ورنکړي چې له فرصته په استفادې میدان ته راودانګي. امریکا دا هم نه غواړي چې د اسرائیلو او حماس جګړه ډېره اوږده شي ځکه دوی له منځني ختیځ څخه پښې راټولوي او غواړي تول فوکس او ترکیز یې د روسیې او چین په چېلېنجونو وي.
د شټل ډپلوماسۍ ارزونه
لومړی هدف چې بلېنکېن د سیمې د هیوادونو ذهنیت باندې پوه شي، ده ته روڼ پیام ورکړل شو چې د فلسطین مهاجرین په خپلو هیوادونو کې نه مني. دا د بل وخت بحث دی چې مصر، لبنان او اردن ولې د فلسطین مهاجرین نه مني خو د بلېنکېن له دې سفرونو واضحه شوه چې امریکا تر دې دمه په دې هدف کې ناکامه ده. د اردن عبدالله وویل؛ اردن ته فلسطیني مهاجر راشړل له اردن سره د جګړې ښکاره اعلان دی. د مصر سیسي وویل؛ که اسرائیل د غزې اوسېدونکي دې لپاره له غزې اوباسي چې دوی حماس سره جګړه وکړي، د اسرائیلو دښتو ته دې یوسي، کله چې عملیات ختم شو بېرته دې راولي. د اردن او مصر له موقف څخه څرګندېږي چې د فلسطین د اوسیدونکو د شړلو په باب د سیمې نظر څه دی! دا هیوادونه پوهېږي چې د فلسطین له خاورې د فلسطینیانو ټولټال وېستل، د اسرائیلو د کوم پلان عملي نښې دي! دوی د اسرائیلو نوي سیمه ایز پلان کې خپل ستراتیژیک بایلات هم محاسبه کړي دي.
دویم هدف چې امریکا غواړي د سیمې له هیوادونو اسرائیل لپاره سیاسي ملاتړ تر لاسه کړي هم تر ډېره حده کامیاب نه برېښي ځکه تر اوسه پورې یوازې متحده عربي امارات او بحرین د حماس کړنې ترورېزم بللي او هغه څه یې وویل چې امریکا یې له سیمې غواړي. سعودي، قطر، اردن او ترکیه کې بلېنکېن ته د بشر د حقوقو هېر شوي شعارونه وریاد شول.
امریکا له یوې خوا پورته یادې شوې مجبوریانې لري چې باید د اسرائیلو کلک ملاتړ وکړي خو له بلې خوا روسیې او چین سره مصروفه ده. امریکا هېڅکله نه غواړي چې په دې حساسه مرحله کې دې د حماس او اسرائیلو جګړه تر ډېرې مودې دوام وکړي. دوی غواړي دا مسئله په داسې شکل په لنډ مهاله اوربند تمامه شي چې توازن یې د اسرائیل په ګټه برابره وي. تر هغې چې اسرائیلو داسې څه نه وي تر لاسه کړي چې خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې ته ځان قوي وښايي، ممکن امریکا هم ددې جګړې ختمولو ته تیاره نه وي.
دې کې هېڅ شک نشته چې اسرائيلو د غزې ډېر معصوم وګړي شهیدان کړل خو په سیاسي لحاظ تر دې دمه توازن د حماس په ګټه دی. دوی هم د اسرائیلو پوځیان نیولي، حمله یې کړې او هم یې د اسرائیلو روحیه او د ځواک ناندرۍ ننګولي خو اسرائیلو تر اوسه د حماس پر ضد د عام ولس له وژلو پرته هېڅ نه دي کړي.
بېګا شپه د غزې په المعمداني روغتون برید د عربو مشران دې ته مجبور کړل چې بایډن سره ننۍ غونډه لغوه کړي. دا د امریکا بله ناکامي ده چې ویې نشو کولای د سیمې سیاسي مشرتابه د یو چتر لاندې راټول کړي.
د امریکا هېژمانۍ ته د اوسنۍ جګړې بل ګوزار دا دی چې په منځني ختیځ کې د اسرائیلو کړنې د امریکا د بشر د حقوقو، ډیموکراسۍ او لبرالېزم له ټولو داعیو مشروعیت اخلي. د معصوم بشر پر ضد روان اسرائیلي جرمونه او بربریت به د امریکا د تاریخ په پاڼو تور داغ وي. امریکا ښايي نور د دې مخ ونلري چې د نړۍ نور هیوادونه د بشر د حقوقو، آزادۍ، برابرۍ او… په نامه تر فشار لاندې راولي. دا چې نړۍ ګوري د ډیموکراسۍ، بشر د حقوقو او برابرۍ د دعوېدارې امریکا ولسمشر د نتن یاهو مخ ته د ټولې نړۍ په سترګو خاورې شیندي او وايي چې زه پوهېږم په المعمداني روغتون تاسي برید نه دی کړی، د دوی د راتلونکي د جنازې په معنی دی. امریکا له لسیزو راهیسې د نړۍ په بازار کې د بشر حقوق، ډیموکراسي او برابري خرڅوي خو ښايي اوس د نړۍ فرد فرد ته واضحه شوي اوسي چې د امریکا د بشر د حقوقو چیغې چا لپاره دي.
زما په فکر دا وخت چې امریکا روسیې سره په جګړه ده او چین سره ټکر ته تیاری نیسي، له منځني ختیځ څخه د داسې لوی مشکل تابیا یې نه درلوده. امریکا د دوی په نوې ستراتیژۍ کې له منځني ختیځ څخه د دوی محور شرقي اروپا او د سوېل چین سمندرګي ته اړولی ؤ خو د اقصی طوفان دوی راوګرځول او تر دې دمه د حماس – اسرائیلو له قضیې سره د ستراتیژۍ په لټه کې ورک دي.
پای


















