کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۲ل)
د اردون پاچا “ملک عبدالله” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې موږ په غزه کې په روان تاوتریخوالي او د اسراييلو له لوري د ملکي وګړو پر وژلو غوسه يو.
د نوموړي په خبره: هغه څه چې غزه کې د ملکي وګړو په نښه کولو او له لومړنیو اړتیاوو څخه د هغوی د بې برخې کولو په برخه کې ترسره کیږي یو جنګي جنایت دی.: هغه څه چې په غزه کې پیښیږي د نړیوالو د بې کفایتۍ پایلې دي چې دا به زموږ ټولو لپاره ویجاړونکي پايلې ولري.
نوموړي زیاته کړې ده چې موږ په غزه کې د سمدستي اوربند او د بشري مرستو، تیلو او درملو د رسولو غوښتنه کوو. د فلسطينيانو ژوند د اسرائيلو له ژوند څخه کم ارزښت نه لري. د اسراییلو د مشرتابه سخت دریځه پالیسي د سولې پر ځای د امنیت په اړه جوړه شوې او د دوه دولتونو حل یې ناشونی کړی دی.
نوموړي زیاته کړې موږ اسراییلو ته خبرداری ورکوو، چې په فلسطنیانو خپل ظلمونه ودروي کنه موږ به مجبور شو چې د دوی په ژبه ورسره خبرې وکړو.


















