جنوبي افریقا: د اسراییلو لومړی وزیر باید محاکمه شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۲ل)

د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزیر “نالدي پانډور” وايي، چې د جرمونو نړیواله محکمه باید پر غزې د اسراییلو د پرله پسې بریدونو له امله د یاد هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیولو امر صادر کړي.

پانډور ویلي دي چې هېواد یې په غزه کې د بې ګناه خلکو او ماشومانو د وژنې د دوام په اړه ډیر اندیښمن دی.

څه موده وړاندې سویلي افریقا له اسرائیلو خپل دیپلوماتان د اعتراض لپاره راوغوښتل.

د ویلو ده چې سویلي افریقا بیا، بیا د اسراییلو او فلسطین په جګړه کې د فلسطینیانو ملاتړ کړی او په سیمه کې یې د سولې غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button