د کېف ښاروال: د روسیې پر وړاندې مو جګړه بایللې ده زیلنسکي باید له واک څخه ګوښه شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)

‏د او کرایین د پلازمېنې کېف ښاروال “ویتالي کلیچکو” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ولسمشر زیلنسکي د اوکراین دوه کلنه جګړه بایللې او باید له واک څخه ګوښه شي.

کلیچکو ویلي نور باید له روسیې سره جګړه بشپړه ودریږي، سوله وشي او دغې نړیوالې توطیې ته د پای ټکی کیښودل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د روسیې لخوا په د اوکرایین د پلازمینې کیف په ګډون په ټولو ښارونو هوایي بریدونه زیات کړي، په ډېرو سیمو کې یې اوکرایني ځواکونه شاتګ ته اړ کړي او د اوکرایني ځواکونو مرګ ژوبله هم په بې ساري کچه زیاته شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button