کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو هغه دريځ د خواشينۍ او غندنې وړ بولي چې د م.م. امنيت شورا او نړيوالې اجماع پر خلاف یې هغه پریکړه لیک ويټو کړ چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کړي وه. امريکا په دې ډول په غزه کې روان ظلم کې ځان په ښکاره توګه شریک کړ.
دا یو ځل بیا ښکاره کوي چې د متحده ایالاتو حکومت نړیوال جوړښتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره د بشري حقونو په ضد کاروي. د دې پرځای چې امریکا د بشري حقونو د ورځې په مناسبت په فلسطین کې د جنګي جنایاتو مرتکبین وغندي او د خزانې وزارت تحریم لیست کې شامل کړي، دوی د اسلامي امارت څو نورو مسؤولینو باندې تحریم وضع کړ چې ښيي امريکا د بشر حقونه د سياسي وسيلې په توګه کاروي.
موږ د م.م. د هغو غړو هیوادونو دريځ ستايو چې د صهیونستانو د روانو جنګي جنایتونو په وړاندې یې اصولي اجماع غوره کړې، د دائمي اوربند غوښتنه کوي او د فلسطین قضیې دائمي حل لارې ملاتړ کوي.
دا چې ټول بشریت د یوه لوبغاړي سياسي موخو برمته کړی د اوسني نړیوال نظم بېانصافه ماهیت ښکارندویي کوي، د بشري حقونو د مدعي جوړښتونو پاتې کمزوری اعتبار له منځه وړي، او د عادلانه نړيوال نظم اړتیا په ډاګه کوي.


















