اسراییلي رسنۍ: د وژلو شویو پوځیانو شمېر تر هغه څو چنده لوړ دی چې د نتنیاهو حکومت اعلان کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې، پر غزې تړانګې د اسراییلي اشغالګرو هوایي بریدونه دوام لري او په ځواب کې یې د حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو لخوا د غزې په شمال کې له نیواکګرو سره خونړۍ نښتې روانې دي. مشهورې اسراییلي رسنۍ “یدیعوت احرونوت” ورځپاڼې خبر ورکړی، چې ،د وژلو شویو پوځیانو شمېر تر هغه څو چنده لوړ دی چې د نتنیاهو حکومت اعلان کړي.

یادې ورځپاڼې د مشهور اسراییلي لیکوال: أرئیل شمعون” په حواله ویلي، چې د نتیاهو حکومت د وژل شویو، زخمیانو او تخریب شویو ټانکونو حقیقي شمېره نه اعلانړي، واقعي شمېره څو برابره تر هغه زیاته ده کوم چې دوی یې موږ ته وایي. د نوموړي په خبره زموږ د ټپیانو حقیقي شمېر 7 زره دی، چې 3500 کاملاً لیونیان شوي دي. د وژل شویو شمېر مو 3850 دی چې له ډلې یې سلګونه لوړ رتبه جنرالان هم دي.

نوموړی زیاتوي: موږ په خپل ټول تاریخ کې د داسې ځاني او مالي زیانونو سابقه نلرو، که د امریکا مرسته نه وای تر اوسه به زموږ ټول جنګي مهمات ختم شوي وو.

دغه مشهور اسراییلي لیکوال وایي: که همدا نن امریکا زموږ له مرستې واخلي اقصی د مسلمانانو لاس ته لویږي. او د اسراییلو د لوی دولت د جوړولو هدف خو مو لا له وړاندې له لاسه وتلی دی. نتنیاهو باید حساب ورکړي او له ولس څخه دې حقایق نه پټوي.

مربوطه مطالب

Back to top button