حماس: په صهيونستي پوځيانو مو درانه بريدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
غزه کې د حماس غورځنګ له لوري په تاره خپاره شويو معلوماتو کې راغلي، چې د پرون له پيل راهيسې د غزې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول شمالي سيمو کې د دوی ځواکونو پر صهيونستي پوځيانو درانه بريدونه کړي، چې ګڼ شمېر اشغالګر يې وژلي او ټپيان کړي دي.حماس ويلي، په دغو عملياتو کې يې له پوځي موټرو، سپکو او درنو وسلو لکه ار پي جي پر مختتليو راکټونو او نورو وسلو څخه کار اخيستی.حماس په خپره کړې خبرپاڼه کې دغه راز ويلي، چې د دوی د بريدونو پر مهال اسرائيلي ځواکونو د مرستې نعارې وهلې او سخت ځپل شوي دي.دې سره هممهاله له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د صهيونستي رژيم له مشر بنيامين نتانياهو سره تلېفوني خبرې کړي او روانې جګړې په اړه غږېدلي دي.د خبرپاڼې له مخې بايډن په دغې تلېفوني اړيکه کې د ملکي وګړو او روغتيايي پرسونل د ژوند پر امنيت ټينګار کړی دی.امريکايي لوري په داسې مهال د ملکيانو له مرګ ژوبلې څخه پر مخنيوي ټينګار کوي، چې ملګرو ملتونو کې يې څو ځلې د اوربند پرېکړه ليک سره مخالفت ښودلي او دغه راز له صهيونستي پوځ سره نظامي مرستې او له اسرايلي رژيم څخه ملاتړ کوي.



