غزه کې د جګړې ۷۶ يمه ورځ؛ د اوربند هڅې روانې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
نن پنجشنبه غزه کې د صهيونستي اشغالګرو او حماس ترمنځ د روانې جګړې ۷۶ يمه ورځ ده او د دغې تړانګې په بېلابېلو سيمو لکه خان يونس کې تازه نښتې او هوايي بريدونه شوي، چې پايله يې تر ډېره د ملکي وګړو مرګ ژوبله ده.
دغه راز پر اسرائيلو د لبنان د حزب الله ډلې او غزه کې د حماس له لوري ګڼ توغندي توغول شوي او د راپورونو له مخې په دغو بريدونو کې د صهيونستي پوځ مهم اهداف په نښه شوي دي.همدارنګه غزه کې د اوربند د ټينګېدو د هڅو په دوام د حماس مشر اسماعيل هنيه د مصر پلازمينې ته تللي او ويل کېږي، چې دغلته به د يو بل اوربند د ټينګېدو او نورو اسيرانو تبادلې ته د لارې هوارولو په اړه خبرې وکړی.ورته وخت کې دامريکاد بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن له خپل مصري سيال سامح الشکري سره غزه کې پر اوربند او نورو اړوندو مواردو غږېدلی دی.د ويلو ده، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ناسته چې ټاکل شوې وه غزه کې د اوربند د ټينګښت په اړه روانه اوونۍ په لاره واچول شي ځنډېدلې ده.د راپورونو له مخې د دغه سازمان ځينې غړي هېوادونه هڅه کوي، چې بيا د دغې مسودې له ويټو کولو د امريکا نظر واړوي.



