اسرائيلي يرغلګر پوځ غزه کې د خپلو ۱۳ عسکرو وژل کېدل تائيد کړل

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ مرغومي، ۱۴۰۲)

صهيونيستي رژيم پرون تائيد کړې، چې په ۲۴ ساعتونو کې يې ۱۳ سرتېري د غزې په ځمکنۍ جګړه کې وژل شوي دي.اسرائيلي پوځ وايي، چې وړمه ورځ يې د غزې په نښتو کې ۵ سرتېري وژل شوي او ۸ نور يې بيا نن له لاسه ورکړي دي.دغه‌راز ۱۰ نور اسرائيلي سرتېري ټپيان شوي، چې د شپږو حالت يې نازک ښودل شوی دی. اسرائيلي پوځ همدارنګه اعلان کړی، چې غزه کې د ځمکنۍ جګړې له پيل څخه تر اوسه يې ۱۵۲ سرتېري وژل شوي او د (( الاقصی توپان)) عملياتو څخه تر اوسه يې ټول ۴۸۵ سرتېري له لاسه ورکړي دي.دا شمېرې داسې مهال اعلانېږي، چې د حماس نظامي څانګه ((کتائب القسام)) وايي: د اسرائيلو له لوري رسنيزې شوې شمېرنې واقعي نه دي او تلفات له دې ډېر لوړ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button