کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
العربیه تلویزیوني چینل خبر ورکړی، چې نن پنجشنبه سهار وختي د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې د عراق د پلازمېنې “بغداد” په ختیځ کې د عراق د اسلامي مقاومت د سازمان یا «حشد الشعبي» ملېشو مرکزي دفتر باندې برید کړی، چې په پایله کې یې د یادو ملېشو دوه مهم مشران وژلي دي.
د عراق امنیتي سرچینو العربیه ته ویلي، چې په دغه برید کې د “حشد الشعبي” ملېشو د ۱۲مې پلې لېوا د لوړ پوړي قومندان «ابو تقوي الساعدي» او د نوموړي د مرستیال «علي ابو سجاد» په ګډون ۳ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.
د عراق د اسلامي مقاومت سازمان هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادو قوماندانانو وژل کېدل تائید کړي، خپلو ځواکونو ته یې د تیارسۍ امر کړی او وژل شويو کسانو ته یې د “الاقصی” د شهیدانو لقب ورکړی دی.
د ویلو ده، چې پر غزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګرو د وحشیانه حملو تر پیل وروسته د عراق د اسلامي مقاومت سازمان له لوري په عراق او سوریه کې د امریکایي اشغالګرو پر پوځي اډو ګڼ شمېر بریدونه شوي، چې د بریدونو لړۍ لا هم روانه ده.


















