کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د امریکايي پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی، چې حوثیانو یې په سره سمندرګي کې یې یوه پوځي بیړۍ په بالستیک توغندیو ویشتلې ده.
د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې په یمن کې د حوثيانو د اسلامي مقاومت غورځنګ له لوري د امریکا “لابن” پوځي بیړۍ چې د سره سمندرګي په جنوب کې یې عملیات ترسره کول په یو بېړۍ ضد کروز توغندي ویشتل شوې ده.
امریکایي پوځ تر اوسه د حوثیانو په برید کې خپل لوري ته د اوښتو زیانونو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د برېتانیا د سمندري ځواکونو یوې سرچنیې رسنیو ته ویلي، چې ویشتل شوې امریکایي بیړۍ له منځه تللې ده.
د ویلو ده، چې د حوثیانو د پوځي څانګې انصارالله ویاند جنرال یحیی سریع “المیادین” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا په پوځي بیړۍ یې برید په یمن د امریکا او برېتانیا وروستیو وحشیانه بریدونو ته غبرګون و او ګواښ یې کړی، چې دا ډول نور بریدونه به هم ترسره کوي.


















