کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخي د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د عراق د کردستان سیمې پر مرکز د بالستیک توغندیو بریدونه کړي.
العربیه تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د غه بریدونه تېره شپه د عراق د شمالي کردستان سيمې په مرکز اربيل ښار کې د امريکا پر پوځې اډې، کونسلګرۍ او د امریکا پلوه ډلو پر مرکزونو ترسره شوي دي دي.
د العربیه سرچینې وایي، چې د اربیل ښار په شمالي څنډه کې د امریکا د پوځې اډې او کونسلګرۍ د ودانۍ په شاوخوا سیمو کې د شپږو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، دغه توغندیز بریدونه د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته شوي، چې د اربیل د نړیوال هوايي ډګر شاوخوا پکې ګڼې سیمې په نښه شوې دي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر اربیل ښار د توغندیزو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د ویلو ده، چې د عراق حکومت او امریکایانو تر اوسه په یادو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي؛خو د کردستان ایالت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ایران په بریدونو کې د ملیشه ځواکونو ۱۶ غړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.















