کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د حمـاس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې القـسام خبر ورکړی، چې د تېرو سلو ورځو جګړې پرمهال يې د اسرائيلي اشغالګرو ۱۰۰۰ ټانکونه، شوبلې او پوځي وسايط له منځه وړي دي.
د القسام وياند “ابو عبيده” په خپل يوه تازه ویډيويي پيغام کې چې رسنيو ته يې لېږلی ويلي، چې ځواکونو یې اسرائيلي اشغالګر پوځ ته درانه تلفات اړولي دي.
نوموړي زیاته کړې: کوم تلفات چې اسرائيلي پوځ ته پر غزې د ځمکني یرغل په لړ کې ور اوښتي د ۷ اکتوبر له حملو څو برابره زيات دي.
ابو عبیده د خپلو خبرو پر دوام ویلي ټولې هغه وسلې چې د دوی ځواکونو د صهیونیستي اشغالګرو پر ضد کارولي د دوی لخوا جوړې شوې او په خبره یې د “طوفان الاقصی” عملياتو پرمهال ولس او مقاومتي ډلې په يوه صف کې د دښمن په مقابل کې جګړه کوي.
د ویلو ده، چې نړیوالې او اسرائیلي رسنۍ هم مني، چې غزه کې د تېرو سلو ورځو جګړې پرمهال اسرائيلي پوځ ته درانه تلفات اوښتي. سلګونه ټانکونه یې له منځه تللي او زرګونو پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.


















