کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د عراق د اسلامي مقاومتي سازمان سره تړلې “حزب الله” لېوا خبر ورکړی، چې نن سه شنبه یې د اوږد واټنه کروز توغندیو په وسیله د اسرائیلو مهم بندري ښار “حیفا” باندې بمباري کړې ده.
یادې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې عملیات یې بریالي و او په غزه کې یې د صهیونیستي ريژیم د جنایاتو په غچ کې ترسره کړي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلو په رسمي توګه پر حیفا ښار د توغندیزو بریدونو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو ځینو اسرائیلي سرچینو د زیاتو جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې پر حیفا بندري ښار ۵ کروز توغندي لګیدلي دي.


















