که اسلامي نظام نه وي نو څه به کيږي؟

۱ – که اسلامي نظام نه وي نو د انسانانو دنيوي ژوند به د انساني شرافت او بشري ارزښت پر اصولو برابر پر مخ ولاړ نسي.
۲ – که اسلامي نظام نه وي نو د انسانانو ژوند به د قيامت تر ورځي د اختلافاتو او ګډوډيو څخه ډک وي.
۳ – که اسلامي نظام نه وي نو د مسلمانانو او اسلام عزت به خوندي نه وي.
۴ – که اسلامي نظام نه وي نو د اسلام د ساتني او غځوني لپاره به جهاد، فتحي او مؤثر دعوتونه ختم سي چي ورسره به کفار، اهل باطل او شرير انسانان د مځکي واک په اختيار کي واخلي او پر عامو انسانانو به د ژوند کړۍ ورځ تر بلي سخته سي.
۵ – که اسلامي نظام نه وي نو شرعي احکام او حدود به معطل سي چي په نتيجه کي به د مځکي څخه برکتونه او مشروع سهولتونه پورته سي.
۶ – که اسلامي نظام نه وي نو د يتيمانو، کونډيانو، غريبانو او بې وزلو انسانانو پالنه او غور به څوک وکړي.
۷ – که اسلامي نظام نه وي نو د شرعي حکمي مراسمو لکه حج، روژه او زکات سرپرستي به څوک وکړي؟
۸ – که اسلامي نظام نه وي نو د ظالمانو څخه به د مظلومانو حق څوک واخلي او د زورواکانو مخه به څوک ونيسي؟
۹ – که اسلامي نظام نه وي په حاکميت او تسلط کي به اهليت څنګه عملي سي؟
۱۰ – که اسلامي نظام نه وي د خلګو فزيکي، فکري، عقيدوي، اقتصادي او سياسي امنيت به څوک خوندي کړي؟
ځکه نو په هره زمانه کي د مځکي پر مخ د اسلامي نظام شتون ضروري او لازم دی؛ اوس چي الله تعالی زموږ په هيواد کي اسلامي نظام حاکم کړی دی هر يو يې بايد په پوره سمبالولو او ساتلو کي د خپل توان سره سم برخه واخلي.
ژباړه: زه وايم: د دين او دنيا نظام مقصود دی او دغه مقصود بېله شتون څخه د امام په لاس نه راځي، که موږ د امام ټاکل و نه منو نو دا به د قيامت تر ورځي د اختلافاتو او ګډوډۍ لامل سي، که د خلګو لپاره اطاعت کېدونکی امام نه وي نو د اسلام عزت به له مينځه ولاړ سي، که امت فاتح امام ونلري نو جنګونه او منظرې به بندي سي او د راتلونکي او تلونکي پر مخ به لاري پرې سي، که کومه زمانه د امام څخه خالي وي نو په هغه وخت کي به احکام تعطيل سي او يتيمان به خوار سي او د بيت الله حج به څوک نسي کولای، که ائمه، قاضيان، باچاهان او واليان نه وي نو ناواده ښځي به په نکاح نه ورکول کيږي او د يتيمانو سرپرستي به نه کيږي او که باچا نه وي نو په خلګو کي به ګډوډي جوړه سي او ځيني به ځيني نور وخوري.[تهذيب الرياسة وترتيب السياسة ج1 ص 8]
مولوي نورالحق مظهري



