په لبنان د اسرائیلو برید: د حزب الله مهم قومندان او ګڼ جنګیالي وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
له لبنان ورکړل شوي راپورنه وایي، چې د صهیونیستي اشغالګرو په وحشیانه هوایي بریدونو کې د حزب الله د اسلامي مقاومتي سازمان د یو لوړ پوړي قومندان په ګډون ګڼ جنګیالي وژل شوي دي.
حزب الله ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې اسرائیلي اشغالګرو تېره شپه د لبنان په جنوبي “العدیسه” سیمه کې د حزب الله غورځنګ پر درې مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي، چې په پایله کې یې د یادې ډلې د ځانګړو ځواکونو د قومندان “احمد حسین مصطفی” په ګډون ۱۷ جنګیالي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
المنار تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې د حزب الله غورځنګ ویاند ویلي، چې د اسرائیلي اشغالګرو تر بریدونو وروسته یې د لبنان-اسرائیل پر پوله د صهیونستانو پر ګڼو اهدافو بریدونه کړي او اشغالګرو ته یې درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.



