حوثیانو یوځل بیا د امریکا پوځي بیړۍ ویشتلې

،۱۴۰۲کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ مرغومي

د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو یوځل بیا د امریکا پوځي بیړۍ ویشتلې ده.

د حوثیانو د پوځي څانګې “انصارالله” ویاند “جنرال یحیی سریع” الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې د یمن وسله الو ځواکونو د عدن په خلیج کې د “کیم رینجر” په نوم د امریکایي اشغالګرو یوه پوځي بیړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلې، چې په بشپړ ډوله له منځه تللې ده.

د نوموړي په خبره: زموږ ځواکونه به په “بحر احمر” سره سمندرګي کې د امریکا- برېتانیا او نورو صهیونیستي پلوه هیوادونو بیړیو باندې بریدونه کوي ترڅو چې اسرائیلو پر غزې خپل بریدونه نه وي درولي او د غزې تړانګې محاصره یې نه وي ختمه کړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې ځواکونه یې پیاوړي- پر پرمختللو وسلو سمبال دي، له خپلې خاورې به په میړانه دفاع کوي او د فلسطینانو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

د ویلو ده، چې د تیرې نومبر میاشتې راهیسې حوثیانو په سره سمندرګي کې اسرائیلو ته په تلونکو کښتیو باندې بریدونه پیل کړي، پنځه پیړۍ یې نیولي او د امریکا په ګډون یې د ګڼو هیوادونو بیړۍ ویشتلې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button