سوریه؛ د اسرائیلو په برید کې د قدس ځواکونو مشر وژل شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د سوریې په پلازمېنې “دمشق” د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې د ایران د قدس ځواکونو د استخباراتو قومندان “برید جنرال حاجي صادق” او مرستیال یې وژل شوي دي.
د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې اسرائیلو اشغالګرو نن شنبه سهار وختي د پلازمېنې دمشق په “میزه” سیمه کې د قدس ځواکونو مرکزي دفتر په نښه کړی، چې په پایله کې یې یاد قوماندانان او ځینې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
ایران د صهیونیستانو برید په کلکو ټکو غندلی او ګواښ یې کړی او د غچ اخیستلو ژمنه یې کړې ده.
د فلسطین حماس او اسلامي جهاد مقاومتي ډلو په دمشق کې د ایران د انقلابي ګارډ د مشرانو وژل کېدل غندلي او د بېلا بېلو اعلامیو په خپرولو کې یې ویلي، چې اشغالګر صهیونیستان هڅه کوي، چې د جګړې د پراخولو له لارې غزه کې له خپلې ناکامۍ د نړیوالو توجه واړوي.



