د پاکستان- افغانستان بندې سوداګریزې دروازې؛ منځنۍ اسیا سره د پاکستان سوداګري بنده شوې

کابل ټکی کام (یک شنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

له یوې اوونۍ ډېر وخت کیږي چې پاکستاني لوري د افغان باروړونکو موټرو پرمخ د هر ډول تګ راتګ لاره تړلې ده. اسلامي امارت یې په ځواب کې پاکستانیو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا ته تېرې شي. د پاکستان اېکسپرس ټربیون رسنۍ وویل چې له منځنۍ اسیا سره د پاکستان سوداګري په ټپه درېدلې او پاکستانيو وسایطو ته اجازه نه ورکول کیږي چې له افغان خاورې منځنۍ اسیا ته تګ راتګ وکړي. پاکستاني چارواکي وایي چې د افغانستان د پینځو ټرانزیټي لارو تړل کېدو، له منځنۍ اسیا سره د دغه هیواد سوداګریزو اړیکو ته د پای ټکی ایښی.
پاکستان تېره اوونۍ پر افغان باروړونکو موټرو او عامه وګړو هر ډول تګ راتګ بند کړ او تاکید یې کاوه چې هر پلی او سپور تن باید د سفر قانوني وېزه او پاسپورټ ولري.
د پاکستان د دغه اقدام پر وړاندې اسلامي امارت ګواښ وکړ چې که هغه هیواد د افغان موټرو پر مخ دروزاې پراننیزي نو افغان لوری به دا دروازې د تل لپاره وروتړي. له بل پلوه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ د ترکیې له اناتولیې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې پر یادې معضلې افغان او پاکستاني چارواکي غږېدلي چې پایله به یې وروسته رڼه شي.
اوونۍ وړاندې پاکستانۍ رسنیو وویل چې د تورخم په صفري نقطه کې د افغان او پاکستانیو ترمنځ د تورخم پر خلاصون بحث او خبرې اترې شوي. دغه رسنۍ وایي چې دا ناسته بې پایلې وه او ټرانزیټي دروازې همغسې تړلې پاتې شوې.
له بل پلو، تورخم کې د سرپرست حکومت کمیسیار مولوي عبدالجبار حکمت وایي چې دوی د پاکستاني لوري شرطونو ته غاړه نه ده ایښې. ښاغلی حکمت زیاتوي: ((پاکستان غواړي چې پر ډیورنډ کرښه هر پلی او سپور باید ویزه او پاسپورټ ولري.))
ښاغلی تخاري وایي چې موټرچلوونکي ورغلي او ډاډ یې ورکړی چې په هېڅ صورت دې په ویزه او پاسپورټ تګ نه مني. د تخاري له قوله چې موټروانانو او سوداګرو منلې چې که مالونه یې خوسا کیږي هم، په ویزه او پاسپورټ به وانه وړي.
د پاکستان ویزو غوښتونکي افغانان بیا شکایت کوي چې پاکستان سفارت او کونسلګرۍ ویزې نه ورکوي چې له کبله یې په تور بازار کې د دغو ویزه بیه تر زرو ډالرو ختلې ده.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوڅ ویلي چې هیواد یې له خپلې پرېکړې نه په شا کیږي او پر ډیورنډ کرښه دې هم د نورو هیوادونو په څېر تګ راتګ دې حتمي شي.
د یادونې ده چې پاکستاني چارواکو له څه مودې راهیسې له سپین بولدک – چمن تېرېدونکو او اوسېدونکو هم غوښتي چې پرته له وېزې دې د دواړو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ نه کوي. هغه هیواد پر دې لاره په دې وروستیو کې ویزه او پاسپورټ جبري کړي چې پر وړاندې یې د دواړو خواوو ګڼ اوسېدونکي پرلت ته راوتي. پرلت وال د پاسپورټ او ویزې د نه منښتې شعارونه ورکوي او غوښتنه کوي چې د دواړو لوریو ترمنځ دې پاسپورټ او ویزه نه حتمي کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button