دوشنبه, اکتوبر 27, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

اختلاف طبعي دی، خو چې خلاف نه شي!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 22, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
16
ځلې شریک شوی
205
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دوکتور لطف الله خيرخوا

علماء د “اختلاف” او “خلاف” د توپير په اړه ښکلې ساده خبره کوي. وايي اختلاف تنوع ته ويل کيږي. يعنې يو کار په دوهمه لار خپل اصل ته رسيږي. په بل تعبير؛ يو اصل ته په مختلفه طريقه ځان رسول اختلاف دی. اصل يو دی، خو کړنلار توپير لري.

دا هم ولولئ

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

حماس: د فلسطیني مقاومت سره د حزب‌الله او یمن همکاري به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

عبدالملک حوثي: غزه کې اوربند ته ژمن یو د مقاومت په غوښتنه مو په صهیونیستي ريژیم بریدونه درولي

خلاف د مفاعلې باب مصدر دی. معنا جهتين يا جهات سره په خپلو کې اصلي او فرعي مخالفت ولري. کېدی شي کوم ځای مشترک نقاط هم سره ولري، خو په مجموع کې د يو ځای کېدو چانس نه ليدل کيږي.

د اختلاف په اړه زموږ تاريخ د بې شماره مثالونو شاهد دی. زموږ عوامو کې يوه خبره مشهوره ده. وايي څلور مذهبه حق دي. د دې خبرې بل تعبير دا دی، چې اختلاف حق دی. په قران کريم کې د موسی عليه السلام او خضر عليه السلام کيسه د دې اختلاف ښه شاهد دی.

دواړه يو لوري ته ځي. دواړه د يو ذات اوامر پر ځای کوي. دواړه د يو دعوت لاروي دي، مګر موسی عليه السلام يو ډول فکر کوي او خضر عليه السلام بيخي بل ډول فکر کوي. دواړه سره دليل وايي او قناعت کوي. کله چې سره په سفر کې نه شول پاتې کېدلی، نو په قناعت سره جلا شول. يعنې دواړه خپلې خپلې طريقې وګرځېدل، خو دواړه همغسې خپل مشترک اصل ته وفادار او ګټيالي.

له دې مثاله يوه نکته ډېره ښکاره بريښي، چې خبره اهدافو کې ده. که اهدافو ته زيان نه رسيږي، نو د طريقې اختلاف پروا نه کوي، په يوه اصل سره تلی شي.

د اختلاف اصل مقصد پرمختګ دی. حل ته ځان رسول دي. په دې اصل کې مهمه خبره دا ده، چې لاروي په پټو سترګو روان نه دي. په خپل کار او تصرف پوهيږي. په خپله دعوی پوهيږي او تر هغې چې د يو چا په ځانګړي طراز او لار پوه نه شي، نه يې مني.

دلته دا مهمه ده ګورئ، چې اختلاف هله خپله نتيجه ورکوي، چې د خپلې دايرې دننه او د خپل اصل سيوري لاندې وي. دوهم صورت کې اختلافي موقف په “حرکتي تيندک” تماميږي او حرکتي تيندک د وفاء او تعهد خلاف دی.

ځينې وخت د لارې ملګری د اختلاف صورت کې ووړ هدف ګټي، غټ غټ اهداف خطا کړي. دلته دوه عوامل کار کوي. يو دا چې اختلاف له دايرې ووځي. بل دا چې مقابل لوری اختلاف ونه زغمي. د اختلاف نه زغمل بيا هغه عامل دی، چې بې بريده زيانونه لري.

ځينې صورتونه داسې وي، چې د اختلاف کوونکي نيت نېک وي، مګر لومړيتوبونو کې خطا وتی وي. يا له نېک نيتۍ سره سره تېروتی وي. موقف يې خطا وي، خو صاحبِ موقف په خپلولو، ساتلو او نازولو ارزي. دلته اصل کار د مقابل لوري دی، چې څنګه حل ته رسيږي.

د اهدافو او مبادئو خلک يوازې په يوه اختلاف يا په هر اختلاف خبره نه ورانوي، بلکې ګوري، مواقف تلي او مناسبه لار اختياروي. معنا دا ده، چې اختلاف ته حل پيدا کول د اختلاف په اړه د مقابل لوري کار اساسي دی. خامخا معترض ملامت هم نه وي او خامخا معترض باندې خبره پرېښوول هم انصاف نه دی.

کله اختلاف بيخي تفردي وي، اجتماع په يوه روانه وي، دی بل لور پړی راکاږي. دلته انصاف دا دی، چې اختلافي لوری په خپله خبره غټټټه تيږه کېږدي. کله اختلاف مشروع هم وي، پر ځای هم وي او ځان ته خلک هم راجلبولی شي، مګر اختلاف نه دښمن ګټه اخلي. د کار موقع پيدا کوي او مجبوريتونه ځان ته د وسيلې په توګه کاروي. دلته هم انصاف دا دی، چې اختلافي لوری په خپله خبره غټټټه تيږه کېږدي او دښمن ته د کار او ګټې موقع ورنه کړي.

درېيم صورت دا دی، چې د اختلاف له مشروعيت، مناسبت او جلب سر ه سره اختلاف بديل نه شي پيدا کولی. دوهمه لار نه شي موندلی. دلته هم انصاف دا دی، چې واقعيتونو، شرايطو او ظروفو ته په کتو د ده په نظر همدا مرجوحه لار غوره کړي او “خلاف” ته موقع ورنه کړي.

څلورم صورت دا دی، چې د اختلاف له معقوليت سره سره د اختلاف اظهار د اصل او اهدافو اعتبار ته زيان رسوي، ذهنونه مشوشوي او روان خلک هم ټکني کوي. دلته هم د انصاف تقاضا دا ده، چې اختلافي لوری په خپله خبره غټټټه تيږه کېږدي او تشويش ونه زېږوي.

بناءً اختلاف دې وي، خو خلاف دې الله جل جلاله نه پيدا کوي.

مخکینې مطلب

راځئ د کابل ناولی سيند په ښکلې تفريحي ساحه بدل کړو!

بل مطلب

‏هغوی چې آمرین بالمعروف دي...!

ځانګړي مطالب

مقالې

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
خبرونه

حماس: د فلسطیني مقاومت سره د حزب‌الله او یمن همکاري به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

عبدالملک حوثي: غزه کې اوربند ته ژمن یو د مقاومت په غوښتنه مو په صهیونیستي ريژیم بریدونه درولي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

حماس: پر اشغالګرو دې د تړون منلو لپاره فشار واچول شي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

د اسلامي جهاد نوی ویاند ابوحمزه: د اوربند تړون ته پابند یو؛ خو وسلې نه تسلیموو

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025

وروستي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په بلخ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکې وېش پيل شو

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

ملا عبدالغني برادر د سعودي «دلتا انټرنشنل» له مشر سره د ګازو پر پروژو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

چین د ۱۰۰ میلیونه یوانو بشري مرستو دویم پړاو کې ۱۵۶ فابریکوي کورونه افغانستان ته وسپارل

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

ډونالډ ټرمپ د آسیا په سفر کې د تجارت او اوربند د تړونونو د ترلاسه کولو هڅې کوي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په بلخ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکې وېش پيل شو

ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې تصویب کړې

ملا عبدالغني برادر د سعودي «دلتا انټرنشنل» له مشر سره د ګازو پر پروژو خبرې کړي

چین د ۱۰۰ میلیونه یوانو بشري مرستو دویم پړاو کې ۱۵۶ فابریکوي کورونه افغانستان ته وسپارل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com