د حماس بريدونه؛ ۲۴ نور اسرائيلي پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د فلسطين په غزې کې د حماس ډلې په دوو بريدونو کې ۲۴ اسرائيلي پوځيان وژل شوي دي. الجزيرې تلوېزيون خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په غزه کې د يوې ودانې د ړنګولو په هدف هلته عمليات کول، چې د حماس ډلې په راکيټي بريد کې په نښه شول.سرچينې زياته کړې ،چې په دې بريد کې ۲۱ اسرائيلي پوځيان په يو ځای ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.د راپورونو له مخې، اسرائيلي ځواکونو له ډېرو ستونزو وروسته وکولی شول، چې د خپلو عسکرو جسدونه له سيمې څخه ولېږدوي.بلخوا، يوې اسرائيلۍ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د غزې په خان يونس سيمه کې هم د يوه بريد پر مهال درې اسرائيلي پوځيان وژل شوي دي.په غزه کې د شاوخوا درې نيمو مياشتو جګړه کې تر اوسه تر ۲۵ زرو ډېرو فلسطينيانو شهيدان شوي او زرګونه اسرائيليان هم وژل شوي دي.



