کابل ټکی کام (پنجشنیه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
غزه کې د اسرائيلي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت مرکزي غورځنګ حماس ويلي: د اسرائيلو هغه وړانديز يې رد کړی، چې له مخې يې دغه غورځنګ بايد خپل شپږ مهم مشران د يحيی سنوار په عمومي مشرۍ له غزې څخه باسي او صهيونست پوځ به يې په بدل کې اوربند کوي.حماس او اسرائيل اصولاً د يو مياشتيني اوربند پر ټينګښت او د اسيرانو پر تبادله سلا دي، خو د جګړې د دايمي پای ته رسولو پرسر ژور اختلافات موجود دي، چې د اوربند د ټينګېدو مخه يې نيولې ده.ورته وخت کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت چارواکو امريکا ملامته کړي، چې غزه کې د اوربند د ټينګېدو مخه نيسي او نه پرېږدي، چې دواړه ښکېل لوري يوې معقولې پايلې ته ورسېږي.


















