کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هیواد په “منیپور” ایالت يو تن پوليس خپل شپږ ملګري په ډزو وژلي دي.
د مانیپور امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې چې د “آسام رائفلز” کنډک یو سرتېري په خپلو شپږو ملګرو ډزې کړې او وروسته یې ځان هم وژلی دی.
د آسام رائفلز کنډک سرتېري د مودي په مشرۍ واکمن ګوند د دوی په وړاندې په تعصب تورنوي او په پټه توګه د لوی هندو ټولنې “میټیس” ملاتړ کوي. د چارو شنوونکي وایي، چې دا تعصب کولی شي د امنیتي ځواکونو ترمنځ نفرتونه پيدا کړي، چې پایلې به یې د هندوستان لپاره خطرناکې وي.
یادو سرتېرو سره د بي جي پي د واکمن ګوند د حکومت اندېښنې راپورته کړي او د وسله والو ځواکونو په مورال اغېزه کړې ده، لکه څنګه چې په جمو او کشمیر کې لیدل کیږي. په غرنیو سیمو کې د کانونو د استخراج په اړه د اندیښنو سره “میټیس” قبایل ځان یوازې احساسوي او ورځ تر بلې یې هندي حکومت سره واټن زیاتیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هندوستان واکمن ګوند سره تړلې وسله والې ډلې په دغه هېواد کې د مسلمانانو، عیسویانو او یهودیانو په عبادت ځایونو، کورونو او دکانونو هم بریدونه کوي، چې له امله یې هندي ټولنه د پاشل کېدو په حال کې ده.
د کارپوهانو په اند پر جوماتونو، کلیساګانو او د یهودیانو په عبادت ځایونو بریدونه تاوتریخوالی زیاتوي، چې په راتلونکې کې به یې د هندوستان لپاره پایلې ناوړه وي او ښایي په نږدې راتلونکې کې هندوستان په څو برخو وویشل شي.


















