کابل ټکی کام (جمعه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
يديعوت أحرونوت اسرائیلي ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې د اکتوبر له ۱۷ مې د جنورۍ تر ۲۵ مې نېټې غزې تړانګه کې حماس ځواکونو سره په جګړو کې د ۴۰۰ هندي پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
یادې ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د حماس غورځنګ لخوا په اسرائیلي ښارونو د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷ مې نېټې تر حیرانونکو بریدونو وروسته د هندوستان په ګډون د ګڼو هیوادونو زرګونو پوځیانو د اسرائیلو په ملاتړ د غزې جګړه کې برخه اخیستې، چې له ډلې یې تر اوسه ۴۰۰ هندي پوځیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
یاده ورځپاڼه وایي، چې د غزې په روانه جګړه کې د امریکا، فرانسې، برېتانیا اوکراین او ځینو نورو هیوادونو پوځیان هم وژل شوي خو د کره شمېرو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د ویلو ده، چې تر اوسه هندوستان او اسرائیلو د یادې ورځپاڼې د راپور په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د هندوستان او اسرائیلو ترمنځ پراخې اړېکې شتون لري او وخت نا وخت یې په سختو حالاتو کې د یو بل مرسته کړې ده.


















