کابل ټکی کام (جمعه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې (القسام لوا) سرچینو خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د غزې په بېلا بېلو برخو کې ۱۸۰ صهیونیستي پوځیان وژلي دي.
د حماس سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې صهیونیستي اشغالګرو ته تر ټولو ډېره مرګه ژوبله د غزې په شمال کې هغه مهال واوښته، چې غوښتل یې دوه پنځه پوړیزې ودانۍ په بمونو والوزوي.
د سرچینو په خبره د دوی ځواکونو یادو ودانیو کې بمونه ځای پرځای کړي و، چې د اسرائیلي پوځیانو تر ورتګ وروسته یې چاودنې وکړې او ۱۲۰ اسرائیلي پوځیان پکې ووژل شول، چې جسدونه یې تر اوسه هم د نړېدلو ودانیو لاندې دي.
دغه راز “الأقصی” تلویزیون خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په جنوبي سیمو کې هم د بېلا بېلو نښتو په پایله کې ۶۰ اسرائیلي پوځيان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
د ویلو ده، چې د اسرائیلو دفاع وزارت هم تېره اوونۍ د اسرائیلي پوځيانو لپاره خونړۍ بللې ده او په خبره یې ۵۰ پوځیان یې وژل شوي، ۱۰۰ تنه نور یې ټپیان شوي، چې د ډیرو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ده.


















