کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارسمبالي مشر “ګوهر علي خان” پلازمېنه اسلام آباد کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال ویلي، چې د یاد ګوند بنسټګر مشر او پخوانی لومړی وزیر “عمران خان” ښایي د حکومتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې د اعدام یا عمري بند سزا سره مخ شي.
د تحریک انصاف د چارسمبالي مشر تر خبري ناستې وروسته د پلازمېنې اسلام آباد په ګډون د یاد هېواد په ټولو ښارونو کې د یاد ګوند زرګونه پلویان لارو کوڅو ته راوتلي او د ښاغلي خان د خوشې کولو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو حکومتي وکیل ویلي، چې له محکمې به د عمران خان لپاره د اعدام یا عمري بند سزا غوښتنه وکړي؛ خو په خپله عمران خان وایي دا قضیه د سیاسي اهدافو پر بنسټ جوړ شوې ده.
د ویلو ده، چې د پاکستان د تحریک انصاف په بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان تور دی، چې امریکا کې د پاکستان د پخواني سفیر د لیک جزیات یې په ناقانونه توګه خلکو سره شریک کړي او د پاکستان-امریکا اړېکو ته یې زیان رسولی دی.