سبا د کابل په کوربتوب د سیمه ییزې همکارۍ غونډه جوړیږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

په پام کې ده، چې سبا دوشنبه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ د ابتکاري ناستې کوربه وي.

په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت پر ایجاد او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي.

د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌محور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي.

د ویلو ده، چې په هېواد د اسلامي امارت تر بیا واکمنۍ وروسته دا لومړۍ ځل دی، چې کابل د دا ډول غونډې کوربتوب کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button