عمران خان ته د لس کلونو بند سزا واورل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر او د ستر سیاستي ګوند تحریک انصاف بنسټګر “عمران خان” او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي په لس کاله بند محکوم شوي دي.

د جیو نیوز د خبر له مخې پاکستاني محکمې د راپور پر بنسټ، عمران خان او قریشي ته ونن سه شنبه د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې دغه سزا اورولې ده.

په عمران خان او شاه محمود قریشي د دولتي محرمو رازونو په افشا کولو تورن دي؛ خو ښاغلي خان بیا بیا دغه تورونه رد کړي او د سیاسي انتقام هڅه یې بللې ده.

که څه هم یاده محکمه د بندو دروازو تر شا ترسره شوې ده؛ خو له محکمې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې عمران خان قاضي ته ویلي، چې د لندن- واشنګټن پلان یې عملي کړ، زه له زندان نه ویریږم ځکه اوسمهال ټول پاکستاني ولس زنداني دی.

د ویلو ده، چې د پاکستان ستر سیاسي ګوند “تحریک انصاف” د یوې اعلامیې په خپرولو سره د محکمې پرېکړه رد کړې ده او په خپلو ملاتړو یې غږ کړی، چې په را روانو ټاکنو کې دې ګډون وکړي او د عمران خان د نوي او دیموکراتیک پاکستان جوړولو ارمان دې پوره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button