حماس: زموږ لومړیتوب له غزې د صهیونیستي اشغالګر پوځ بشپړ وتل دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “اسماعیل هنیه” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې، زموږ لومړیتوب له غزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګر پوځ بشپړ وتل دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام په نړیوالې ټولنې غږ کړی،چې باید اشغالګر اړ کړي، چې په غزه کې د ملکي وګړو پر وړاندې خپل جنایتونو ته د پای ټکی کیږدي.

نوموړي د صهیونیستي مشرانو هغه څرګندونې رد کړي چې ګواکې د حماس مقاومت مات شوی، هيڅ کله به هم زموږ د خلکو مقاومت له ماتې سره مخ نشي. دا د اشغالګرو خيالي خوبونه دي، او خپل ماتې ته يو رنګ ورکوی.

نوموړي خبرداري ورکړي، چې زموږ د خلکو په وړاندې د دې قتل عامونو په ځواب کې به مونږ د اشغالګرو پر وړاندی خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.

مربوطه مطالب

Back to top button