کابل ټکی کام ۰۲کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ور کړی دی چې د امریکا د میشیګن ایالت په کالامازو نومي سیمه کې د ډزو پېښه را منځته شوې ده، چې له کبله یې ۶ تنه وژل شوي دي.
رسنیو د لومړنیو مالوماتو له مخې خبر ور کړی دی چې بریدګر په ګاډي کې ناست دی، او پر خلکو ډزې کوي.
خبرونه وایي، چې یاد بریدګر ۴ کسان په یوه رسټورانټ کې وژلي، او ۲ نور یې د ګاډو په یوه شوروم کې وژلي دي.
پولیسو هم د یادې پېښې پخلی کړی، او ویلي یې دي چې د بریدګر د لټون هڅې یې پیل کړي دي.
د یادولو ده، په امریکا کې ورته پېښو حالات خراب کړي، ان تر دې چې په دې وروستیو کې په پوهنتونونو، ښوونځيو او د استخباراتو په دفترونو کې هم ورته پېښې را منځته شوې.
















