د کندهار هوايي ډګر کې یوه امریکایي بې پیلوټه الوتکه غورځېدلې

کابل ټکی کام ۰۲کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ور کړی دی چې د کندهار ولایت په هوايي ډګر کې یوه امریکایي بې پیلوټه الوتکه را نسکوره شوې ده.
امریکایي چارواکو هم د پېښې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي چې:
«تېر ماښام د دوی MQ ډوله ډرون الوتکه د کندهار په هوايي ډګر کې را نسکوره شوې ده.»
د کندهار د هوايي ځواکونو قومندان جنرال عبدالرازق شېرزی رسنیو ته ویلي دي، چې دغه الوتکه د تخنيکي ستونزو له کبله د کېناستو پرمهال لوېدلې ده.
شېرزي زیاته کړه چې په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button