حزب الله: تر څو چې غزه کې اوربند نه وي شوی اسرائیلو سره به جګړې ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې، چې غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ او نورو مقامتي ډلو د ځواکونو او صهیونیستي ترهګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي. د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ “حزب الله” ویلي،
تر څو چې غزه کې اوربند نه وي شوی اسرائیلو سره به جګړې ته دوام ورکوو.

د یادې ډلې مرستیال مشر هغه راپورونه رد کړي، چې پکې ویل شوي و، د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ د فرانسې او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب د سولې خبرې اترې روانې دي.

له بل پلوه د حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د اوربند واک غزه کې د حماس پوځي قوماندان “یحیی سنوار” سره ده هغه چې څه پرېکړه وکړي د دوی پرېکړه به هم هماغه وي.

د ویلو ده، چې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله خبرداری ورکړی، چې اسرائیلو سره یې حساب پاتې ده او د خپلو سلګونو کسانو د وژل کېدو غچ به ترې اخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button