کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د حماس او اسرايیلو اشغالګرو د جګړې په ۱۳۳مه ورځ د حماس اسلامي غورځنګ وياند ابو عبيده له الجزيرې تلوېزيون سره په خبرو کې ويلي:
“زموږ مجاهدينو د دښمن صف ته دومره درانه زيانونه اړولي چې زموږ د خلکو په تاريخ کې بې سارې دي. هغه اعلانونه او صحنې چې موږ یې خپروو د هغه څه برخه ده چې زموږ مجاهدین یې په ډګر کې پلي کوي، او موږ غوره ګڼو چې د امنیتي دلایلو له امله د ځینو صحنو نشرات وځنډوو.”
ابو عبيده د اقصی طوفان عمليات د اسراييلي اشغال څخه د خپلې خاورې د ازادۍ پيلامه ګڼلې او زياته کړې يې ده چې د اقصی طوفان له پیل څخه ۱۳۳ ورځې تیرې شوې، چې د نړۍ بڼه يې بدله کړه او د اشغال پای په نښه کوي. دغه جګړه په معاصر تاریخ کې د ترټولو زاړه اشغال لپاره د پای پیل څرګندوي او زموږ د ملت په تاریخ کې به یو مهم بدلون وي.”
ابو عبيده دغه راز د اسراییلي بنديانو په هکله هم څرګندونې کړي او زياته کړې يې ده چې د دښمن د بنديانو وخت په چټکۍ سره تيريږي، هغوی په سختو شرايطو کې ژوند تيروي، موږ هڅه کوو، چې ژوند يې خوندي کړو، خو دښمن په قصدي ډول خپل بنديان وژلي او ټپيان کړي دي.


















