کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر مشر او پخواني لومړي وزیر “عمران خان” له زندان څخه “عمر ایوب خان” د لومړي وزیر څوکۍ ته نومولی دی.
عمر ایوب خان به د پاکستان ملي اسمبلۍ کې پر دې څوکۍ د عمران خان د سیالانو له نوماند سره مقابله کوي.
هغه چې د پخواني لومړي وزیر د تحریک انصاف ګوند له مشرانو دی، دمګړۍ د جنایي تورونو له امله پولیسو ته مطلوب او د نیول کېدو له وېرې پټ دی.
خو دغه تورونه د لومړي وزیر څوکۍ ته د هغه د نوماندۍ مخه نه شي نیولی.
۵۶ کلن عمر ایوب خان د پاکستان د پخواني پوځي دیکتاتور “محمد ایوب خان” لمسی دی، چې له ۱۹۵۸ تر ۱۹۶۹ پاکستان کې ولسمشر و.
عمر ایوب خان ویلي که لومړی وزیر وټاکل شي، نو مهم لومړیتوب به یې د ټولو سیاسي بندیانو ازادول وي.


















