اسلامي امارت: خبرو کې د نه پرمختګ له امله دوحې ناسته کې ګډون بې ګټې دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

ټاکل شوې ده، چې د روانې مياشتې په ۱۸ او ۱۹ نيټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ د افغانستان په هکله غونډه جوړه شي.
تمه کېده، چې اسلامي امارت به هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي؛ خو تازه د اسلامي امارت له لوري په خبره شوې اعلامیه کې د ګډون په هکله خبرو کې د نه پرمختګ له امله خپل ګډون بې ګټې بللی.
د اسلامي امارت د اعلاميې متن:
« د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوو نیمو کلونو کې له یوې خوا په کوردننه د نظام د سیاسي، اداري، امنیتي، اقتصادي او اجتماعي بنیادونو د ټینګښت لپاره هڅې روانې ساتلې دي؛ له بلې خوا یې د سیمې هیوادونو سره اړیکو کې ښه پرمختګ کړی دی. همداراز ا.ا. د ملګرو ملتونو، غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه متحده ایالتونو سره هم په منظم ډول د ګڼو چاینلونو له لارې د یو اړخیزو نامشروع بندیزونو، تور او جایزې لیستونو او د افغانستان بانک د زېرمو د ازادولو په اړه بحثونه لرلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و چي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د م.م. د سرمنشي ښاغلي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای.

 د بهرنیو چارو وزارت م.م. ته واضحه کړې ده چې، که اسلامي امارت د یواځيني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او م.م. ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به کټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې‌ نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.

 د یادونې وړ ده، که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي. د سیمې له هېوادونو سره د ا.ا. تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي».

مربوطه مطالب

Back to top button