اردن: غزه کې د اسراییلو جګړه د سیمې امنیت او ثبات ګواښي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د اردن د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پر غزې د تیریو د بندولو لپاره پر اسرائیلو د فشار راوړلو په اړه په نړیوالو دریځونو کې ژور بدلون راغلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ غزې ته د مرستو رسولو لپاره جدي هڅې کوو او د هر ډول ناورین مسؤلیت به د اسرائیلي اشغالګرو پر غاړه وي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي: تر هغه چې فلسطینیان یو دولت ترلاسه نه کړي، اسراییل به کله هم امنیت ترلاسه نه کړي.

د اردن دغه لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې ده، چې که وضعیت د روژې تر میاشتې پورې همداسې دوام وکړي، د سیمې حالت به لاپسې خراب شي.

موږ یو خپلواک فلسطیني دولت غواړو چې د امنیت او سولې د ساتلو وړتیا ولري. موږ د غزې تړانګې د جلا کولو هر ډول پلان په کلکه ردوو او موږ له مصر سره همغږي کوو، کوم چې زموږ په څېر دریځ لري.

مربوطه مطالب

Back to top button