کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ یو لوړ پوړي مشر “سامي ابو زهري” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا مو په خوږو خبرو د تېر ایستلو هڅه کوي او اسرائیلو ته وژونکې وسلې ورکوي.
سامي ابو زهري واشنګټن ته په خطاب کې ویلي، چې د چل هڅې مکوئ زموږ دریځ غښتلی دی. دوستان او دوښمنان پېژندلی شو.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی، چې پر غزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګرو لخوا د وحشیانه حملو د پیل راهیسې امریکا په څرګند ډول اسرائیلي ترهګرو ته داسې وژونکې وسلې ورکړي، چې زرګونه فلسطیني بې ګناه فلسطیني وګړي پرې شهیدان او ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره: له صهیونیستانو د امریکا ملاتړ څرګند دی او په “رفح” کې یې په ښکاره توګه اسرائیلي اشغالګرو ته د وحشتونو ترسره کولو او وژنو اجازه ورکړې ده.
د حماس دغه لوړ پوړي مشر ټینګار کړی، چې په قاهره کې یې د خبرو اترو په ترڅ کې د غورځنګ دریځ پیاوړی و. موږ منځګړو هیوادونو ته په څرګند ډول ویلي، چې ترڅو ټول اشغالګر پوځيان له غزې نه وي وتلي. د “مروان برغوثي” په ګډون یې زموږ زرګونه بندیان نه وي خوشي کړي اشغالګرو سره هیڅ خبرې نه کوو.
د ویلو ده، چې “سامي ابو زهري” یوځل بیا ټینګار کړی، چې ځواکونه یې لوړ مرال لري او غزه کې یې صهیونیستي دوښمن ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي او د وروستي اشغالګر تر وتلو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.


















