کابل ټکی کام ۰۲کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې چې نن د سوریې په حمص ولایت کې دوې بمي چاودنې وشوې، چې لږ تر لږه ۱۲۵کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
سانا نومي سوریايۍ دولتي رسنۍ هم د یادو بمي چاودنو پخلی کړی دی، او ویلي یې دي چې لومړۍ چاودنه د چاکلېټ پر یوه پلورنځي وشوه، او بیا نیم ساعت وروسته په سیمه کې د یوې بلې چاودنې غږ واورېدل شو.
سنا خبري اژانس ویلي دي، چې یادې چاودنې د حکومت مخالفانو ترسره کړي.
د بشر حقونو د څار ادارې هم د چاودنو په تأیید کې ویلي دي، چاودنې په هغه سیمه کې شوي دي، چې اسد پلوي علويان پکې اوسېږي.
















