شاعره / بلینډه بدرۍ
(لمرونو به اوس وخته نو ورسوې وي ځواني)
(په کلي کې چې تیره ېې په یوې وي ځواني)
بمونه ېې له ځانه وي درانه تر ملا تړلي
یو څوک لا ماشومان د چا لا نوې وي ځواني
رګونو کې ېې اور د انقلاب ځغلي را ځغلي
نو خود به د غزل مې سوې لوي ځواني
شاعره دا د شک د تبر تیغ سره دې پام کړه
ځواني که د چینار وي هم د (شوې) وي ځواني
چې خوي کومه ټپه د پښتنې له جذبې واخلي
بیا یاده په حجرو کې ېې په روې وي ځواني
منه بس د آریوب درو کې بله بدرۍ نشته
زما په خیل د چا به رنګ پلوې وي ځواني

















