کابل ټکی کام ۰۲کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د کندز ولایت د دښت ارچي ولسوالۍ په مومن پول سیمه کې یې ۱۲ عسکر وژلي دي.
خبر پاڼې لیکلي دي چې سهار وختي افغان عسکرو د دوی د جنګیالیو پر هدفونو د تعرضي بریدونو هڅه وکړه، چې د دوی د جنګیالیو له کلک غبرګون سره مخ شول.
خبر پاڼه وایي، جګړې چې د غرمې تر ۱۱ بجو پورې دوام وکړ، په پایله کې یې ۱۲ عسکر ووژل شول، او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.
خبر پاڼې د خپلو ۳ جنګیالیو د وژنې، او د ۶ نورو د ټپې کېدنې خبر هم ور کړی دی.
















