کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ کب، ۱۴۰۲ل)
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې یې حماس ځواکونو سره په خونړيو نښتو کې ۲۲ پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د حماس اسلامي غورځنګ سرچینو بیا ” کابل ټکی کام” ته ویلي، چې شمالي غزه کې یې ۱۰ صهیونیستي پوځيان وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هڅې یوځل بیا پیل شوي او د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “دکتور اسماعیل هنیه” د مصر پلازمینې قاهرې ته رسیدلی دی او هلته به د مصري چارواکو په ګډون د منځګړو هیوادونو له استازو سره اسرائیلو سره د ممکنه اوربند او غزه کې پر روانو حالاتو خبرې وکړي.
د ویلو ده، چې په غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ لوړ پوړي پوځي قوماندان “یحیی سنوار” ته نږدې سرچینو یوځل بیا څرګنده کړې ده، چې ترڅو وروستی اسرائیلي عسکر له غزې تړانګې نه وي وتلی او د “الفتح” ګوند د لوړ پوړي مشر “مروان برغوثي” په ګډون چې نږدې له ۳۰ کلونو راهیسې د اسرائیلي ترهګر ريژیم په زندان کې ده ټول فلسطیني بندیان نه وي خوشې شوي اسرائیلو سره د اوربند خبرې بې ګټې دي.


















