کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ کب، ۱۴۰۲ل)
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي په حواله خبر ورکړی، چې: یمني ځواکونو د لومړي ځل لپاره د امریکا یوه پوځي بیړۍ په بالستیک توغندیو ویشتلې ده.
یاد امریکایي چارواکي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، چې یاده پېښه وړمه شپه ناوخته رامنځته شوې ده او په خبره له لرې واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو په وسیله ویشتل شوې ده.
که څه هم یاد امریکایي چارواکی مني، چې بېړۍ ته یې درانه زیانونه رسیدلي؛ خو په خبره یې عمله یې د امریکا د پوځي الوتکو لخوا ژغورل شوې ده.
د ویلو ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د برید مسوولیت منلی او په خبره یې یادې بیړۍ کې په لوړه کچه سپکې، درنې وسلې او چاودېدونکي مواد بار و، اسرائیلو ته روانه وه، چې له ویشتل کېدو سره سم په بشپړه توګه تخریب شوې ده.


















