کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲کب، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” پر خپله ایکس په د یو لنډ پیغام په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې د بشري حقونو په هکله اندېښمن لوري د غزې په حال ولې چپه خوله دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې په غزه کې ماشومان له لوږې مري؛ خو د بشر د حقونو درواغجن مدعیان چې په افغانستان کې د بشر د حقونو تر عنوان لاندې د تمساح اوښکې تویوي، نه د غزې په حال کومه اندیښنه ښیي او نه د چا د ظلم لاس بندولی شي.
مجاهد زیاتوي: دلته نور کاذب مدعیان او له بشري حقوقو څخه ناوړه استفاده کونکي اسانه معلومیږي.
د ویلو ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په غزه او د غزې تړانګې په “رفح” ښارګوټي کې بشري وضعیت خورا اندېښمونکی ده. ماشومان د لوږې د خطر له امله د مرګ سره لاس او ګریوان دي، اسرائیلي اشغالګر غزې ته مرستې نه ورپریږدي او د روانې بشر ضد خونړۍ جګړۍ په څه باندې ۴ میاشتو کې ۲۹۰۰۰ ملکي فلسطینیان شهیدان شوي، زرګونه لا هم تر خاورو لاندې ورک دي، په لسګونو زره نور ټپیان شوي او د غزې تړانګې د ښکلي ښار ۶۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې دي.

















