کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې امریکا او برېتانیا یو ځل بیا پر یمن هوایي بریدونه کړي دي.
د یمن دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې امریکا او برېتانیا نن سهار وختي درې ځله د حدیده ولایت په راس العیسه سیمه کې ځینې اهداف په نښه کړي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د مقاومت اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د امریکا او برېتانیا په ترهګریزو بریدونو کې د یمن د وسله والو ځواکونو ۳ تنه شهیدان شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د امریکا-برېتانیا ترهګریز او بزدلانه بریدونه به د دوی عزم کمزوری نه کړي او تر هغو به د فلسطین او غزې په ملاتړ د اسرائیلي ترهګر ریژیم د ملاتړو هیوادونو په بېړیو حملو ته دوام ورکوي. ترڅو چې صهیونیستي ريژیم غزه کې خپل ترهګریز عملیات پای ته نه وي رسولي.


















