کابل ټکی کام (جمعه، ۴ کب، ۱۴۰۲ل)
د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې عدن خلیج کې یې نن جمعه د بېلا بېلو علملیاتو په ترڅ کې
د امریکا یوه او د برېتانیا ۲ بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلې دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” نن جمعه د فبرورۍ په ۲۳ مه رسنیو ته ویلي، چې ځواکونو یې اسرائیلو ته روانې ۳ بېړۍ ویشتلې، چې یوه یې د امریکا او دوه نوریې برېتانیا پورې اړه لري.
د نوموړي په خبره عملیات یې بریالي و او درې واړه بېړۍ، چې صهیونیستي ریژيم ته یې وژونکې وسلې لیږدولې د سپارلیو سره ویجاړې او په عدن خلیج کې ډوبې شوې دي.
جنرال یحیی سریع دغه راز خبر ورکړی، چې د اشغال شوي فلسطین “اُم الرشاش” او د صهیونیستانو په بندري ښار حیفا باندې یې د دریم ځل لپاره د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریالي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر صهیونیستي اشغالګر وژل شوي او یو شمېر مهم اهداف یې هم په نښه کړي دي.


















