یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

سیګار ولې وروسته راپورونه خپروي؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
فبروري 21, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
98
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه : هېواد خوږیاڼی

افغانستان کې د امريکې د رغنیزو چارو پلټونکې اداره یا سیګار وخت نا وخت د امریکا له لوري په افغانستان کې د پلي شویو پروژو په اړه خپل څېړنیز راپورونه خپروي او په خپلو راپورونو کې په یادو پروژو کې د شوي فساد په اړه خلک خبروي.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

یادې ادارې له دې وړاندې هم لسګونه راپورونه خپاره کړي، چې په هریوه کې په میلیونونه ډالر فساد شوی؛ خو تراوسه یې نه فساد کوونکي افشاء کړل او نه یې ورکې شوې پیسې بېرته لاسته راوړې او نه یې تراوسه د کوم کس د محکمې غوښتنه وکړه.

سیګار په خپل نوي راپور کې د امریکا له لوري د ملي دفاع وزارت ته د نوې ودانۍ د جوړولو په اړه معلومات خپاره کړي. سیګار وايي، د «کوچني پنټاګون» یا ملي دفاع وزارت ودانۍ ته ۴۸ میلیونه ډالر ځانګړي شوي وو؛ خو دغه ودانۍ په ۱۵۵ میلیونه ډالر جوړه شوې ده او د ودانۍ په جوړولو کې بې کیفیته مواد کار شوي او کېدای شي د یوې معمولې زلزلې په کېدلو سره ودانۍ ونړیږي.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امريکې ځانګړی پلټونکی جان اف سپکو وايي« دا ودانۍ لا هم ډېر کار ته اړتيا لري او باید  ډېره ښه جوړه شوې وای. موږ ځينې موندنې درلودې چې که ډېر ورښت، يا پياوړې زلزله وشي  باید دې ودانۍ ځينې خوندي ځايونه لرلی؛ خو یاده ودانۍ کې داسې ځایونه نه دي جوړشوي».

د جان اف سپکو په خبره، یاده ودانۍ باید په اتلس میاشتو کې جوړه شوې وای، خو ددغه ودانۍ په جوړولو پنځه کاله وخت لګیدلی؛ خو بیا هم په معیاري ډول نه ده جوړه شوې.

« ددې ودانۍ جوړيدل د ګڼو لاملونو له امله تر شوي تړون پنځه کاله وروسته جوړه شوه او ۱۵۵ ميليونه ډالره لګښت پرې وشو. د ځنډ لامل يې دا هم وو چې د افغان پوځ چارواکو په د ننه کې د کار کولو اجازه نه ورکوله، همداسې د هوا وضعيت او امنيتي حالت هم سم نه وو  او مالي ستونزې يې بله برخه وه چې دا کار يې ټکنی کړ.»

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د یادې ودانۍ په جوړولو کې هېڅ رول نه لري او د شوې درغلۍ پوښتنه دې د هغه شرکت څخه وکړي، چې ددغه ودانۍ چارې ورسپارل شوې وي.

دا چې امریکا ولې د یوې پروژې د بشپړیدو وروسته د درغلۍ راپورونه خپروي او بیا پرې ټول امریکايي چارواکي غلي وي، دا د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه امریکا زیاتې پیسې افغانستان ته پور ورکړل شوي دي؛ خو د لګښت ځایونه یې معلوم نه دي.

امریکا له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په افغانستان کې درې ټریلیونه ډالر مصرف کړی، چې زیاتې پروژو یې له څو کلونو څخه زیات عمر نه دی کړی. امریکا په افغانستان کې اردو، پولیس، سړکونه او نور کارونه ډېر سرسري کړي، چې د زیاتو یې موږ اوس شاهدان یو، چې کومه مثبته نتیجه یې نه ده ورکړې.

د دفاع وزارت د ودانۍ په اړه ویل کېږي، چې داسې آلې پکې نصب شوي، چې دفاع وزارت اړوند ټول پټ معلومات به امریکايي څارګرو ادارو ته ورکوي او ددغه معلوماتو څخه به د سیمې هېوادونه هم خبریږي، چې دغه کار یې د افغانستان د کورني مصونیت په اړه ګواښونکی دی.

افغان دولت ته پکار ده، چې د سیګار د راپورونو په اړه د امریکايي او هغه افغانانو څخه پوښتنې وکړي، چې په ورسپارل شویو کارونو کې یې درغلۍ کړي او یايي میلیونه ډالر حیف میل کړي وي.

مخکینې مطلب

طالبان وایي، د کندز دښت ارچي کې یې ۱۲ عسکر وژلي

بل مطلب

ملګرو ملتونو افغانستان  په  يوه  بدنام  لېست کې شامل کړی دی

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com